پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سختدریځه ډلې په سیاست کې داخلېږي

سختدریځه ډلې په سیاست کې داخلېږي

د ملي مسلم لیگ په نامه یو سیاسي گوند چې مشري یې حافظ سعید کوي، د سپتمبر په میاشت کې په انتخاباتو کې برخه واخیسته. دغه انتخابات په هغه انتخاباتي حوضه کې شوي وو چې د پاکستان د پخواني صدراعظم – نواز شریف – د لیرې کیدو په وجه پرې یو ځلې بیا انتخابات کیده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د حافظ سعید په سر د لسو ملیونه ډالرو انعام ایښی دی.

د رویټرز خبري اژانس تیره میاشت رپورټ ورکړی و چې د پاکستان پوځ پلان لري دغه سختدریځه ډلې په سیاست کې شاملې کړي.

د نوازشریف دریو نږدې ملگرو او د پوځ یو پخواني جنرال ویلي دي چې د پاکستان استخباراتو تیر کال دغه پلان د پاکستان حکومت ته وړاندي کړی و خو د پاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف ورته انکار کړی و.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ یو خبرې غونډې ته د وینا په مهال وویل چې د دغه پلان هدف یې سختدریځه کسان په ټولنې کې مثبته رول لوبولو ته رابلل دي.

جنرال غفور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د حافظ سعید په مشرۍ د ملي مسلم لیګ ګوند هم پدې پلان کې شامل دی.

د ملي مسلم لیگ گوند په مشر حافظ سعید دا تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې په هند کې په تروریستي بریدونو کې یې لاس درلود. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و. جنرال غفور وویل “ما ته داسې معلومات رارسیدلي دي چې حکومت په دغه باره کې خبرې شروع کړيدي. چې

حکومت تر اوسه د پوځ د ویاند د خبرو په ځواب کې څه ندي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *