چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / سرچينې وايي په بلوچستان کې له تېر کال راهېسې بريدونه ډېر شوي

سرچينې وايي په بلوچستان کې له تېر کال راهېسې بريدونه ډېر شوي

رویټرز خبري اژانس وايي، په بلوچستان کې له تېر کال راهیسې بریدونه ډېر شوي چې ادعا کېږي تر ۱۸۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي. په دې سيمه کې د تاوتريخوالي پېښې داسې وخت زور اخلي، چې دغلته د پاکستان او چين داقتصادي لارې د جوړېدو په سر خبرې شوي دي.

د خبري سرچينو په حواله دلته چې په سيمه کې بلوڅ بېلتونپال بوخت دي، ور سره د ځینو بریدونو مسوولیت له اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لرونکو ډلو هم منلی دی.

د سياسي چارو کارپوهان وايي د بلوچستان په سيمه دغه تاوتریخوالي د چین- پاکستان اقتصادي لارې د جوړولو د امنیت په هکله اندېښنه پیدا کړي چې ارزښت یې ۵۷ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د دې پروژې په مټ چین له خپلې ختیزې پولې څخه د پاکستان له ګوادر بندر سره نښلي او له هغه ځای منځني ختیځ ته لار پیدا کوي.

په بلوچستان کې د تازه نااراميو خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې تېره میاشت هم په کوټه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په موټر بم برید کې شپږ کمانډو پولیس او یو ولسي وګړی ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: