چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / سعودي شهزاده وايي دوی هغه څه ته بېرته ستنيږي چې پخوا وو

سعودي شهزاده وايي دوی هغه څه ته بېرته ستنيږي چې پخوا وو

د سعودي عربستان شهزاه محمد بن سلمان ویلي، هېواد به بېرته “منځلاري اسلام” ته ستون کړي.

شهزاده محمد د دغه هېواد د عصري کولو په بهیر کې دا کار ډېر مهم بللی.

هغه خبریالانو ته ویلي چې د نفوس ۷۰ سلنه یې تر دېرشو کلونو کم عمره خلک دي او دوی غواړي داسې ژوند ولري چې “پکې د مذهب معنا زغم وي.”

د سعودي شهزاده ژمنه کړې چې “ډېر ژبه د افراطیت پاتې شوني له منځه”یوسي.

هغه ویلي:” موږ نه غواړو د خپل عمر ٣٠ کاله نور د افراطيت ويجاړونوکو نظرياتو ته انتظار وباسو، موږ غواړو اوس او سمدلاسه يې له منځه يوسو”.ده دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د یوه نوي ښار او سوداګریزې سیمې یې د ۵۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې اعلان وکړ.

شهزاده محمد وویل: “موږ هغه څه ته بېرته په څټکه ستنيږو چې پخوا وو، د يوه معتدل اسلام لرونکي هېواد ته، چې په کې د هر مذهب لرونکي او نړۍ ته په کې ځاى وي.”

د سعودي عربستان شاهي کورنۍ سني وهابي مسلمانان دي چې د سعودي عربستان پاچا د اسلامي نړۍ د دوو مهمو او سپېڅلو ځایونو ساتندوی بلل کېږي.

شهزاده محمد په خپلو خبرو کې وویل:”د سعودي د نفوس ٧٠ سلنه له ٣٠ کلونو د لږ عمر لرونکي دي. که رښتيا ووايم نه غواړو د خپل عمر نور ٣٠ کاله وخت ضايع کړو”.

یوه میاشت وړاندې پاچا سلمان ښځو ته د موټروانۍ لایسنس ورکولو امر ورکړ.

سعودي عربستان له دې مخکې د نړۍ یوازينی هېواد و، چې ښځو ته پکې د موټر چلولو رسمي اجازه نه ورکول کېده.

تېر کال شهزاده محمد د ۲۰۳۰ کال لپاره د لویو ټولنیزو او اقتصادي پروژو د په پام کې لرلو خبر هم ورکړ.

سعودي عربستان چارواکي د دې تکل هم لري چې د ساعتتیرۍ په برخه کې هم پانګونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: