یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / سعودي عرب ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړه

سعودي عرب ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړه

د سعودي عرب حکومت اعلان کړی په دغه هېواد کې به ښځې اوس موټر سايکلې او ټرکونه چلولی شي او د دې سره به هغوی د ټرافيک پوليسو په توګه هم ګمارل کيږي.

د سعودي عرب د سړک ساتنې د انتظام ادارې ويلي، ښځو ته د موټر سايکل او ټرک چلولو اجازه د ستمبر د هغې پرېکړې په رڼا کې شوې چې ښځو ته پکې د ګاډي چلولو اجازه ورکړی شوې وه.

په سعودي عرب کې به ښځې د راتلونکي کال د جون د میاشتې راهسې ګاډي چلولی شي او په دغه اړوند د ښځو او سړو لپاره يو ډول قاعده يا قانون جوړول کيږي.

د سعودي باچا سلمان روان کال د ستمبر د میاشتې په ۲۶م د ښځو د ګاډي چلولو د اجازې ورکولو اعلان کړی و.

د ټرافيک سره اړونده ادارې چارواکو ويلي په سړکونو د ګزمو او څار لپاره به ښځې د ټرېفک پوليس محکمه کې ګمارل کيږي.

سعودي عرب ۳۵ کاله وروستو د سنېماګانو بيرته پرانستو اعلان هم کړی دی.

د سعودي عرب د کلتور او اطلاعاتو وزير عوادالعواد ويلي په سعودي عرب کې سنېماګانو ته د لائسنس په ورکولو کار پېل کړی شوی او يله يې څرګنده کړې چې د مارچ ۲۰۱۸م پورې به سنېماګانې د خلکو لپاره پرانستی شي.

د ۸۰م د لسيزې وروستو دا وړومبی ځل دی چې د سعودي عرب حکومت سنېماګانو ته لائسنس ورکوي او ويل کيږي چې د کال ۲۰۳۰م پورې به په سعودي عرب کې د سنېماګانو شمېره د ۳۰۰ نه زياته شوې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: