شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / سوداګر وایي د پاکستان له اړخه په تورخم نامنلې پوله نوی قانون نه شي منلی

سوداګر وایي د پاکستان له اړخه په تورخم نامنلې پوله نوی قانون نه شي منلی

دغلته د روان کاروبار او سوداګرۍ سره تړلي خلک او مشران وایی د ملک په بله یوه پوله هم د سوداګريزو راکړو ورکړو په برخه کې دغسې سخت قانون نه دی پلی شوی او دا ظلم دی، چې دا  ګام يوازې د تورخم په نامنلې پوله پورته کېږي.

په خېبرایجنسۍ کې د طورخم نامنل شوې پوله باندې د کسټم نوی قانون نافذ شوی چې له امله يې بار موټرو ته د اجازې نه ورکولو سره په سلګونو تجارتي ګاډي په نامنل شوې پوله ولاړ دي. د دې نوي کسټم قانون له مخې د سوداګريزو مالونو لپاره د ځينو مهمو کاغذونو شته والی لازمي ګرځول شوی. په دغو کاغذونو کښې دسوداګرو دواړو ډلو تر مينځه د معاهدې کاپي، د تجارت اجازت پاڼه، د سامان د اخيستو بيلونه، د تجارتي سامان اسناد او نورو برخو کې نوي مقررات وضع کړل شوي دي

د نوې قانون اړوند د غوښتل شوو اسنادو د نه لرلو له امله د تیرې ورځې راهېسې د نامنل شوې پولې دواړو خواوو ته د سوداګريزو مالونو ګن شمیر ګاډي ولاړ دي او ټرانسپورټ اړونده خلک وايي چې دې بار موټرو کې د شته خوراکي موادو د خرابېدو اندېښنه ورسره ده.

سوداګرو ويلي د نوي قانون منلو ته تيار نه دي او که بېرته د پخوا په شان اساني رانه شي، نو له خپلو سوداګريزو کاروبارونو به تېر شي.

د يادولو ده، د کله نه چې افغان مشرانو د پاکستان سره په نامنلې پوله په سوداګريزو اړيکو کې کمی راوړی، نو پاکستان هم د نامنل شوې پولې د ځای ځای تړلو په څنګ کې په سوداګرو باندې د نوو لايحو عملي کولو اقدام کړی دی.

بل خوا د افغانستان په اړه ويل کېږي، چې اوس یې د سیمې د نورو هیوادونو سره د چابهار بندر د لارې نه سوداګريزې راکړې ورکړې ته پاملرنه ډېره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *