پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سوریه کې د ایران د پوځي حضور پرضد د اسرائیلو خبرداری

سوریه کې د ایران د پوځي حضور پرضد د اسرائیلو خبرداری

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د دوام په اړه نوی خبرداری ورکړی چې وايي، هغه رژیم نه شي زغملی چې د اسرائیلو پوپنا کېدل غواړي.

نوموړي په یوه وېډیويي پیغام کې چې پر فیسبوک یې خپور کړی ویلي “پرېږدئ چې د اسرائیلو سیاست تکرار کړم؛ موږ هغه رژیم ته اجازه نه ورکوو چې د یهودي هېواد د نابودۍ هوډ لري او دوی به پرې نه ږدو چې اتومي وسلو ته لاس وغځوي”.

نوموړی زیاتوي:”هغه رژیم نه پرېږدو چې به سوریه کې خپل پوځي حضور او پښو ټینګولو ته دوام ورکوي.”

دا د پنجشنبې په ورځ ثبت شوی د نتنیاهو تر ټولو اوږد وېډیويي پیغام و چې د دسمبر پر دویمه د امریکا واشنګټن بروکینګز څېړنیز مرکز غونډه کې خپور شو.

خو ساعته وروسته تر هغه چې سوریې پر اسرائیلو دمشق ته څېرمه د یوې پوځي اډې په بمبارولو تورن کړل، د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ددغه پیغام لنډه بڼه خپره کړه.

درې اونۍ وړاندې یوې لوېدیځې سرچینې ویلي وو، ایراني ځواکونو ددمشق جنوب ۱۴ کیلومترۍ کې قسوه اډه د جوړېدو په حال کې ده ـ چې دا ګام اسرائیلو د نه منلو بللی و او د مخنیوي لپاره یې ټینګار کړی و.

ځینو خبري رسنیو ویلي، اسرائیلو پر دغې اډې له ځمکې نه ځمکې ته د “جریکو” په نوم توغندی ویشتلي، خو ځینې نورې سرچینې وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان له اسمان نه دغه اډه په نښه کړې ده.

دا اډه د اسرائیلو له خوا د اشغال شوي جولان له لوړو نژدې ۵۰ کیلومتره واټن لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې مرکز یې لندن کې دی، ویلي د وسلو زېرمې بمبار شوي چې غږ یې ان دمشق کې هم اورېدل شوی؛ خو تر اوسه د زیان او مرګ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی خپور شوی.

اسرائیلو په رسمي توګه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د اسرائیلو دولت په تېرو څو میاشتو کې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د مخنیوي او مبارزې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

اسرائیل وايي، د “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې له ماتې وروسته، ایران او ملګري یې د هغوی ځای ناستي دي، خو ایران وايي، د سوریې د ولسمشر بشار اسد په غوښتنه یې سوریې ته پوځيان استولي او همالته به پاتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *