د امریکا د استخباراتو اداره سي.ای.اې په افغانستان کې خپل پټ عملیات پراخوي چې په دې هېواد کې زیات وسلهوال طالبان ووژني.
دا خبر نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو لوړپوړو امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي ښودل شوي، د یکشنبې په ورځ ورکړی دی.
د خبرله مخې سي.اې.اې به د تجربه کاره مامورینو کوچیني ټیمونه او قراردادیان افغانستان ته استوي چې د افغان ځواکونو په خوا کې سخت دریځي تعقیب کړي.
دغه نوې هڅې چې د تنظیم چارې به یې د سي.اې.اې د ځانګړو عملیاتو د برخې ملېشه افسران کوي، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د کوچینو ډلو له لوري به مخ ته وړل کېږي.
سي.ای.اې په افغانستان کې د خپل رول د پراخېدو په اړه د دغه راپور په باب له څرګندونو ډډه کړې خو که هغه عملي شي، دا به په دې هېواد کې د دې ادارې په هڅو کې بدلون وي.
له دې مخکې سي.اې.اې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د القاعده شبکې په لهمنځه وړلو او د افغانستان د استخباراتو له ادارې سره په همکارۍ متمرکز کړي و.