دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / اقتصاد / سي پیک ته دافغانستان په ورګډولو “هند” نه دی نخښه شوی

سي پیک ته دافغانستان په ورګډولو “هند” نه دی نخښه شوی

چین سپیناوي کړی چې دپاکستان او چین داقتصادي لارې (سي پیک) په پروژه کې دافغانستان ورګډولو له امله یا بیجنګ کې دترسره شوو درې اړخیزه خبرو له لارې کوم دریم اړخ هدف نه دی ګرځول شوی. په سي پیک کې دافغانستان ورګډولو باندې ځینو نړیوالو مطبوعاتو ویلي چې له دې لارې به چین منځنۍ اسيا ته نور هم وردننه شي او دهند ګټو ته به نقصان ورسیږي.
هند او امریکا دوړاندې څخه دچین په یوه سیمه یوه لار پروژه اعتراضونه راولاړ کړي او ویلي یې دي چې ددغه لارې ځینې برخې دلانجمنو سیمو څخه تیریږي.
خو دچین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې چن ینګ تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي چې په دغه هکله دمنفي نظر ورکولو هیڅ ضرورت نه شته. هغي وویل “په سي پیک کوم دریم اړخ نه دی نخښه کړل شوی، بلکې دې پروژې نه به دریم اړخ او ټولې سیمې ته ګټې رسیږي”
هغې وویل په دې وروستیو کې چې په بیجنګ کې دچین،افغانستان او پاکستان کومې درې اړخیزه خبرې شوي دي دا لړۍ به نوره هم په مخکې لاړه شي او دغه خبرې به د بهرنیو فشارونو او لاس وهنې څخه ازادي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: