شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / سټولټنبرګ: افغانستان سوله نه لري، خو د ترهګرو کور هم نه دی

سټولټنبرګ: افغانستان سوله نه لري، خو د ترهګرو کور هم نه دی

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، وسله وال طالبان سږ کال په افغانستان کې د لویو ولایتونو د نسکورولو لپاره په خپلو ټولو پلانونو کې ناکامه شوي دي خو هغه وویل، اوس له افغانستانه د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.

هغه پرون دوشنبه د رومانیا په پلازمېنه بوخارست کې د ناټو د غړو هېوادونو په پارلماني غونډه کې وویل چې افغانستان نور د ترهګرو لپاره د امن “ځاله” نه دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، اوس له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو ایستل او یو وار بیا د هغه هېواد یوازې کول “غیرمناسب” کار دی.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان وضعیت بدل شوی او د افغانستان امنیتي ځواکونه چې د ناټو قواوې یې ملاتړ کوي، توانېدلي چې وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړي.

“ستونزې شته خو باید هېر نه کړو چې د وسله والو طالبانو ستراتيژیک هدف د ولایتونو د مرکزونو نیول و خو معلومه شوه چې هغوی د دې کار توان نه لري، افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو هره حمله شنډه کړي.”

په افغانستان کې اوسمال د نړۍ د لږترلږه ۳۹هېوادونو پوځيان د ناټو تر قومانده لاندې، د افغان امنیتي ځواکونو په تعلیم، پوځي روزنه او هغوی ته د مشورې ورکولو پر پروګرامونو بوخت دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تړون د غړو هېوادونو استازو ته وویل چې له افغانستانه وتل د افغانانو او د هغوی د نړیوالو متحدانو په ګټه کار نه دی.

د هغه په وینا، له افغانستانه وتل تر پاته کېدو زیاته پانګه غواړي.

ینس سټولټنبرګ زیات کړه:

“دا زموږ د هڅو پایله وه چې افغانستان نور د نړیوالو تروریستانو د امن ځای نه دی، سمه ده چې افغانستان سوله او ثبات نه لري، خو د تروریستانو د ا من کور هم نه دی.”

د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته یو وار بیا څرګنده کړه چې د افغانستان له حکومته به ملاتړ جاري وساتي او هلته د نړیوالو ځواکونو رول به نه بدلېږي.

د ناټو عمومي منشي په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د امنیت د خرابوالي له امله، د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د ښې روزنې یو هدف د ملکي تلفاتو مخنیوی دی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *