سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سپينه ماڼۍ د ماشومانو په زانګو بدله شوې

سپينه ماڼۍ د ماشومانو په زانګو بدله شوې

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوريپال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ایالتونه د دریم نړیوال جنګ لارې ته ورسوي.

ښاغلی کروکر له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره ټلېفوني خبرو کې زیاتوي، ښاغلۍ ټرمپ ولسمشري د تلویزوني نندارې په څېر چلوي او په سپینه ماڼۍ کې کارکوونکی د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کويږ

د خپل ګوندي ملګري له خوا د امریکا پر ولسمشر د نیوکو لپاره له دا ډول ادبیاتو کار اخیستل بې مخینې بلل کېږي.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر له ایران سره د اټومي تړون د خوندیتوب ملاتړی بلل کېږي او د دغه تړون پرضد د ولسمشر ټرمپ د هڅو مخالف دی.

بارک کروکر په وروستۍ مرکه کې ټینګار کوي چې د ولسمشر چلند اندېښمن کړی او زیاتوي، ښاغلی ټرمپ داسې اېسي چې دې ته پام نه کوي پر نړۍ په تېره هغو سیمو چې په تړاو یې غږېږي د ده خبرې څومره اغېز لري.

د نوموړي په خبره، ډونلډ ټرمپ په شمالي کوریا په پرلپسې لفظي بریدونو سره خپل هېواد د نړیوالې جګړې په لار کې دروي.

دغه امریکايي سناتور د ولسمشر ټرمپ په ټوېټونو کې د “ناسمو” ادعاوو د خپرېدلو ته په اشارې وویل، مستند معلومات لري چې په سپینه مانۍ کې هره ورځ د ولسمشر د پېزوانولو هڅې کېږي.

باب کروکر مخکې هم خبریالانو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن، د دفاع وزیر جېمز متیس د ولسمشرۍ دفتر مشر جان کلي دغه هېواد له ګډوډۍ ژغوري.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټ کې پر باب کروکر سخته نیوکه کړې او هغه یې “له ایران سره د بد تړون” مسوول بللی دی.

 

هغه ادعا کړې چې سناتور کروکر غوښتنه ترې وکړه چې د ۲۰۱۸ کال د مشرانو جرګې ټاکنو کې یې ملاتړ وکړي، خو ولسمشر له دې کار ډډه وکړه او په دې دلیل باب کروکر د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون شاته شوی دی.

خو ښاغلی کروکر د ډونلډ ټرمپ د دې خبرو په ځواب کې د امریکا ولسمشر داسې کس وباله چې څارلو ته اړتیا لري او په ټویټ کې یې ولیکل:

د شرم خبره ده چې سپینه ماڼۍ د ډېره عمره ماشومانو په زانګو بدله شوې ده. ښکاره ده چې نن یو کس خپل کاري وخت ته حاضر نه شو.

باب کرورک د بهرنیو چارو د وزیر رېکس ټېلرسن ملاتړی بلل کېږي او د رپوټونو له مخې له ولسمشر سره له جنجال ډک اړیکي لري.

ښاغلي ټېلرسن له خپلې دندې د استعفا کولو په هکله وروستۍ ګنګوسې بې بنسټه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *