جمعه , فبروري 26 2021
کور / اقتصاد / سږ کال به د پستې او جلغوزیو حاصلات ډېر شي

سږ کال به د پستې او جلغوزیو حاصلات ډېر شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال ښايي د تېرکال په نسبت د پستې او جلغوزیو په حاصلاتو کې ډېروالی راشي.

د دې وزارت د ځنګلونو د برخې رئیس امان الله امانیار ازادي راډیو ته وویل، د نورو کلونو په پرتله د جلغوزیو او پستې ځنګلونو ته د خلکو توجه ډېره شوې، نو د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې ښايي په روان کال کې د پستې او جلغوزیو حاصلات زیات شي.

د ښاغلي امانیار د معلوماتو له مخې تېرکال ۲۷۹۴۶ مېټریک ټنه پسته او ۱۵۲۷۴ میټریک ټنه جلغوزي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راټول شوي وو او سږ کال دوی تمه لري چې دغه ارقام لا لوړ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *