سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / سیګار منلې چې افغانستان کې اداري فساد په ورکیدو دی

سیګار منلې چې افغانستان کې اداري فساد په ورکیدو دی

په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې مبارزې اوس دومره ګړندۍ شوې چي دې هیواد کې د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو څارونکي مشر، جان سپوکوداشرف غني دحکومت ډیره ستاینه کړې ده.

تیره ورځ دسوپکوسره دافغانستان اجرائیه رئیس هم وکتل چي په دې اړه یې ځینې معلومات تبادله کړل او دهمکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه. اجرائیه ریس دیوې غونډې په ترځ کې مرکزي ویندویانوته ویلي چي لا اوس هم له اداري فساد سره په جګړه یو چي ډیرخنډونه لاپه لارکې دي.

 هغه ویلي چي اداري فساد زموږ دبدنامۍ سبب شوی ،خو موږ به یې پر وړاندې هر ډول مقابلې ته غاړه ږدو ترڅو په ټولنیز ډول حکومتي اداري نظام له دې شره وژغورل شي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *