شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / شاهین اسمايي او سیمرغ البرز تر مینځ لومړي سیمي فاینل لوبه

شاهین اسمايي او سیمرغ البرز تر مینځ لومړي سیمي فاینل لوبه

پنجشنبه ۲۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۲

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په لومړي سیمي فاینل کې نن شاهین اسمايي او سیمرغ البرز یو له بل سره مخ کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي وایی چې د دې تر څنګ دویم پړاو ته لار موندونکي دوه نورې لوبډلې میوند اتلان د سپین غر بازانو پر وړاندې سبا د لوبې میدان ته کوزېږي.

د وروستیو دغو سیالیو ګټونکي لوبډلې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو شپږم سیزن وروستي پړاو ته لار پیدا کوي.

تېر کال د دې سیالیو اتلولي د شاهین اسمايي لوبډلې ګټلي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: