د (اېف اربنو سیدګي) په نقطه کې شمالي وزیرستان ته د ننوتو دروازه جوړه او پرانسته يې شوې ده. په دې دروازه کې د نوو اسانتياوو او د تالاشۍ د کمپيوټري سيستم تابيا شوې ده.
د دغې دروازې رسمي پرانسته په شمالي وزيرستان کې موجود ميجر جنرل اظهر اقبال عباسي وکړه. د دې پرانستې په وخت د فوځي افسرانو تر څنګ د پولیټیکل انتظامیې چارواکي او دسیمې مشران هم موجود وو.
ځايي مشرانو وويل دا د دوی غوښتنه وه، ځکه دغلته وړاندې د تالاشۍ پر وخت د خلکو ډېر وخت خرابېده او د اوږدې تالاشۍ له امله به ماشومان، زاړه او ناروغه کسان د ستونزو سره مخ وو. دوی وويل اوس به د نوو اسانتياوو او نوي سيستم له برکته اساني راشي.
پۀ دې دروازه کې د ګاډو او سپرليو د تلاشۍ او سکینګ لپاره ټول نوي سهولتونه موجود دي او نور به خلک وزیرستان ته د تلو او راتلو په وخت د کتار او انتظار د ستونزو سره نه مخ کېږي.