جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / شمالي وزيرستان: چاودنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي

شمالي وزيرستان: چاودنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي

د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په غلام خان تحصيل کې يو ماين چاودنه کې د ملېشې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان ځايي چارواکو د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې د غلام خان تحصيل په سيدګي سيمه کې نن د يکشنبې په سهار يوه ماين چاودنه شوې اود ملېشې درې سرتيري پکې وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وېنا سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او علاقه يې کنټرول کې اخستې ده، چارواکو ويلي نور تفصيل به وروستو شريک کړي.

په سمدستي ډول د چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم د شمالي وزيرستان په همزوني سيمه کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د پاکستاني پوځ د يو افسر په ګډون دوه سرتيري وژل شوي او دهغې وروسته په سيمه کې بيا د يوې اوونۍ پورې ګرزبندېز لګول شوی و.

د افغانستان سره په نامنلې پوله پرته قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلارو په ضد پوځي عمليات شوي او پوځ بیا ادعا کړې وه چې سيمه کې يې امنيت په ځای کړی خو دغلته وخت په وخت بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: