چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / قبايل / شمالي وزیرستان کې دپاکستاني پوځ پر کاروان بريد شوی

شمالي وزیرستان کې دپاکستاني پوځ پر کاروان بريد شوی

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر کاروان برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې په شمالي وزيرستان کې دپاکستانیو پوځيانو د موټرو کاروان تېرېده.

د پېښې نه وروسته پاکستانيو پوځيانو په سيمه کې د پېښې عاملينو پسې لټه کړې، خو د چا د نيولو خبر نه دی ورکړل شوی. پاکستانيو پوځيانو سره تړليو سرچينو د پېښې پخلی کړی، خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

ديادې پيښې پړه د تحريک طالبان پاکستان محمد خراساني ډلې پر غاړه اخيستې، دوی وايي په پېښه کې يې درې پوځي موټر وىجاړ کړي او پکې ناستو ګڼ شمېر پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د يادې ډلې يوې سرچينې وويل، په دې بريدونو کې لس پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو باندې هلته د شته وسله والو لخوا بريدونه زيات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: