پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / شمالي کوريا: نوی توغندۍ مو د امریکا خاوره ویشتلی شي

شمالي کوريا: نوی توغندۍ مو د امریکا خاوره ویشتلی شي

شمالي کوریا نن ادعا وکړه چې یو نوی بالسټیک توغندۍ يې ازمویلی دی چې د امریکا خاوره ویشتلی شي.

دا ازموینه د شمالي کوریا له خوا د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه تازه سرغړونه بلل کېږي.

د شمالي کوریا دولتي ټلوېزیون وویل، دا توغندی چې د جاپان په سمندر کې وازمایل شو، تر هغو زیات قوي دی چې د روان کال په ترڅ کې تجربه شوی دی.

شمالي کوریا دا لېرې واټن ویشتونکی میزائیل د هواسونګ ۱۵ په نوم یاد کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی دا توغندۍ څارلی دی چې له زر کیلو متره واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندر کې ولګېد.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له خوا د نوي بالسټیک توغندي د دې ازموینې په اړه په خپله تبصره کې یوازې دومره ویلي:

“دا داسې یو وضعیت دی چې موږ به يې چاره وکړو.”

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *