چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / افغانستان / شمالي کوریا: د ټرمپ وینا داسې وه لکه سپی چې غاپي

شمالي کوریا: د ټرمپ وینا داسې وه لکه سپی چې غاپي

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وایي، ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې د وینا پر مهال داسې ښکارېده لکه سپی چې غاپي. د ګارډين د خبر له مخې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر، ري یونګ هو دا هم ويلي چې د امریکا خلکو ته مې زړه بد شوی چې داسې ولسمشر لري ،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې پر شمالي کوریا د سختو بندیزونو او همدا راز د نظامي اقدام خبرداری ورکړ. دا څرګندونې د شمالي کوریا له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او د ټرمپ وینا یې وغندله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *