شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / شهزاد محمدي به “ژر” کرېکټ لوبو ته ستون شي

شهزاد محمدي به “ژر” کرېکټ لوبو ته ستون شي

د افغانستان په کرېکټ بورډ کې د لوبو پرمختګ څانګې مشر بشیر ستانکزی وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې نامي توپوهونکی شهزاد محمدي به ژر لوبو ته ستون شي.

نوموړي وویل کوم وکیل چې د شهزاد محمدي دوسیه پر مخ بیايي دوی ته یې ډاډ ور کړی، چې ډېر ژر به ای سي سي یا د کرېکټ نړیواله شورا دا پرېکړه وکړي.

“ما چې له کوم وکیل سره خبرې کړې، هغه وايي، نتیجه به ژر راوځي چې د شهزاد په ګته به وي. هیله ده شهزاد به ژر لوبو ته ستون شي”.

 

د ښاغلي ستانکزي په خبره، ممکن بله اونۍ دا کار وشي: “موږ چې کوم ثبوتونه وړاندې کړي، ای سي سي او واډا به دې ته راضي کېږي چې دا ومني، کله چې دا ومنل شي، وکیل او ای سي سي به پر دې خبرې کوي چې څومره بندیز ولګېږي”.

نوموړی وايي، د وکیل له لارې یې پر ای سي سي فشار اچولی:

“وکیل چې له ای سي سي سره خبرې کړې، ماته یې د ای سي سي له قوله ویلي چې په دې تړاو به ژر پایلې ته ورسېږي”.

ر

د روان کال په لومړیو کې شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د خوړلو په تور د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري له لوبې منع شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي دارو یې خوړلي.

د نوموړي په ملاتړ د افغان کرېکټ مینه والو پر ټولنیزو شبکو یو کمپیان هم وکړ چې پکې د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) غوښتل شوي و، دغه وتلی افغان توپ وهونکی شهزاد محمدي وبښي.

شهزاد یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *