شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / شونې ده سلمان بن عبد العزیز ټول واک خپل زوی ته پریږدي

شونې ده سلمان بن عبد العزیز ټول واک خپل زوی ته پریږدي

د روان کال په وروستیو میاشتو کې سعودي عربستان چې تر ډیره د یوه دودپال هېواد په توګه پيژندل کیږي، د یو لړ ډراماتیکو بدلونونو شاهد و. په ۲۰۱۷ کال کې په سعودي عربستان کې شوي بدلونونه بې ساري او بې مخینې بلل شوي دي. د روان کال د بدلونونو په لړ کې یو د ولیعهد په توګه د پاچا د زوی محمد بن سلمان ټاکل و.
د جون میاشتې په ۲۱ نیټه ولیعهد محمد بن نایف له څوکۍ لرې او پر ځای یې محمد وټاکل شو، په دې سره اوس دی یوازې یو ګام د سعودي د پاچا له مقامه واټن لري.
د ولیعهد په توګه د محمد بن سلمان له ټاکلو سره سم یو لنډ ویډیو تصویر هم خپور شوی چې محمد بن سلمان ښيي چې د محمد بن نایف پښتو ته ټیټیږي او هغه پر سر ښکلوي.
په دې بدلون سره اوس دا یو دیرش کلن ځوان ددفاع وزیر، د لومړي وزیر مرستیال او اقتصادي او پرمختیايي چارو د کمیسیون مشر دی.
داسې رپوټونه هم شته چې سلمان بن عبد العزیز غواړي ټول واک خپل زوی ته پریږدي.
څارونکي وايي ښايي دا ګام په راتلونکو څو اونیو کې د امریکا متحده ایالتونو ته د سعودي د پاچا له سفر وروسته پورته شي.
ځینې سعودیان محمد بن سلمان د ځوان نسل د هیلو د بشپړوونکي په سترګه ګوري، هغه نسل چې د سعودي شل سلنه برخه ده او عمرونه د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: