شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / شپږو ملکونو اوسیدونکي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا او یمن شامل دي، امریکا ته سفر نشې کولی.

شپږو ملکونو اوسیدونکي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا او یمن شامل دي، امریکا ته سفر نشې کولی.

د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر د بندیز اجرایي فرمان دې عملي شي. د دغې اجراییه فرمان په اساس به د شپږو ملکو وگړي چې اکثریت یې مسلمانان دي، امریکا ته په سفر بندیز ولگي.

د سترې محکمې نهه تنه قاضیانو چې دوه لبرال قاضیانو یې خلاف رایې ورکړه، فیصله کړیده چې د ولسمشر د سفر د بندیز په فرمان دې عمل وکړی شي. د دې سره به د دوه ایالتي محکمو هغه پریکړه چې ویل یې د ولسمشر دغه ډول فرمان غیرقانوني دی، لغوه شي.

د سترې محکمې د فیصلې نه وروسته به اوس د شپږو ملکونو اوسیدونکي چې پکې چاډ، ایران، لیبیا، صومالیه، سوریا او یمن شامل دي، امریکا ته سفر نشې کولی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي چې د سفر د بندیز هدف یې خپل ملک د اسلامي ترهگرو نه خوندي ساتل دي او داسې به ترهگر ونشي کړی چې امریکا ته داخل شي.

د امریکا لوی څارنوال جیف سیشنز د سترې محکمې دغه فیصله د امریکایانو د خوندیتوب لپاره برې بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *