شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / صدیقي : دپاکستان ولس دې هم دخپل هیواد دناسمو سیاستونو داصلاح لپاره لاس په کار شي

صدیقي : دپاکستان ولس دې هم دخپل هیواد دناسمو سیاستونو داصلاح لپاره لاس په کار شي

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي وايي چې د پاکستان ولس باید د هغه هېواد پر حکومت د خپلو سیاستونو د اصلاح په هدف فشارونه زیات کړي.

پر پاکستان د ورستیو نړیوالو فشارونه سره سم په کور دننه هم د دغه هېواد د حکومت د سیاستونو د اصلاح او بدلون په هدف، فشارونه رامنځته شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي هیله من دی چې د پاکستان د ناسمو سیاستونو پر وړاندې به، د دغه هېواد د ولس فشارونه نور هم زیات شي.

ښاغلي صدیقي تیره ورځ ته وویل، پرپاکستان د نړیوالو فشارونو سربېره په کور دننه د ولس او اغېزمنو کړیو فشارونه به د دې لامل شي چې دغه هېواد له خپلو ناسمو سیاستونو لاس واخلي.

ښاغلی صدیقي وایي:دغه خبرې او انتقادونه چې د پاکستان د پارلمان غړي که هغه له ولسي جرګې او یاهم مشرانو جرګې څخه دي، کوي یې او دا انتقادونه به لاپسې زیاتېږي، دا په دې معنا دي چې هغوی اوس په دې مسئلې پوه شوي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاس وهنې د پاکستان ولس ته څومره لوړې تمامې شوي او باید نور یې مخنیوی وشي.”

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان د یوه مخکښ ګوند غړي او پخواني سناتور افراسیاب خټک ویلي چې پاکستان د افغانستان د امنیت او سولې لپاره هر څه کولای شي، خو اراده یې نه لري.

د ښاغلي خټک په خبره، تر هغې چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي او د افغان سولې لپاره قوي اراده پیدا نه کړي، جګړې او ترهګري به دوام مومي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پارلمان یوه بل غړي عثمان کاکړ هم ویلي چې پاکستان په افغانستان کې له مداخلې د لاس اخېستلو اراده نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم اسلام اباد ته له سفر وروسته دا ویلي چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې په شرطونو ولاړې دي او دغه هېواد باید د ترهګریزو ځالو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *