یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / قبايل / صوابۍ کې يو کس د ښوونځي ماشومه چاقو سره وژلې ده

صوابۍ کې يو کس د ښوونځي ماشومه چاقو سره وژلې ده

صوابئ کې يو تن د ښوونځي يوه ماشومه په چاقو وهلو سره وژلې او بله یې ژوبله کړې ده. د پوليسو په وينا هلال نومي تن نن سحرګورنمنټ ګرلز کميونټي ماډل سکول ته چې په محب بانډه ډاګئ کې دی، په ديوال اوړيدلی او دغلته يې دوه نجونې زده کوونکې، حناګل او شوانه باندې چاقو سره حمله کړې ده.

د دې پېښې ښکار دواړه نجونې لومړی ژوبلې شوي، د پوليسو په خبره حناګل وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. په پېښه کې د بلې ژوبلې زده کوونکې درملنه روانه ده.

 ځایي پوليس وايي چې پيښې نه پس يې مجرم نيولی او ابتدایي معلوماتو نه ورته معلومه شوې ده چې دده ذهني توازن په ځای نه دی. پوليس وايي چې د پيښې يې نور تحقيقات شروع کړي دي. بلخوا د تعليم صوبايي وزير عاطف خان د پيښې تايد کړی او اړونده د تعليم ادارو نه يې د پېښې په اړه د ژر پلټنو غوښتنه کړې ده.

د یادولو ده چې په پېښه کې وژل شوې حناګل د شپږم ټولګي او ټپي شوې شوانه د پنځم ټولګي زده کوونکې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *