پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملي امانت په توګه پرمخ ځي

د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملي امانت په توګه پرمخ ځي

 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملي امانت په توګه پرمخ بوځي.

دغه کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ښه ترسره کولو لپاره یې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د انتخاباتو د څارونکو ډلو له استازو او قومي مشرانو سره د سلا مشورو غونډې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي، مدني فعالان او سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر اجراتو شک څرګندوي او د کمېسیون غړي له حکومته د اوامرو په منلو او د وړتیا او تجربې په نه لرلو تورنوي.

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور هرات ته د خپل وروستي سفر پرمهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د له منځه تلو غوښتنه وکړه او د ولسي جرګې ځینو غړو هم ویلي چې د دې کمېسیون ظرفیت د منلو وړ نه دی، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل چې دوی به د انتخاباتو تخنیکي مدیریت د یوه ملي امانت په څېر پرمخ بوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *