پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو پر غزني او ګرديز کې د پوليسو په مرکزونو مرګوني بريدونه کړي

طالبانو پر غزني او ګرديز کې د پوليسو په مرکزونو مرګوني بريدونه کړي

تر دې دمه وروستي معلومات ښيي چې په دې بريدونو کې د پکتيا د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي. وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/  د دې بريدونو له امله يوازې په پکتيا ـ ګرديز کې ۴۷ کسه وژل شوي.

افغان چارواکي وايي چې په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږ ۲۱ افغان پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د غزني د امنیه قوماندان محمد زمان وویل، وسله والو طالبانو نن /سې شنبه/ سهار په اندړ ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز لومړی موټربمي برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۱ افغان پوليس ووژل شول.

د محمد زمان په وینا جګړې څو ساعته دوام وکړ او بالاخره حمله کوونکي په شاوتمبول شول: (وسله والو دې ولسوالۍ ته اشر کړی و).

په ورته وخت کې افغان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو نن په ګردېز کې پر امنیه قوماندانۍ او د پولیسو پر کنډک هممهاله بریدونه وکړل.

د پکتیا امنیه قومنداني او د پولیسو کنډک په یو ځای کې دي.

راپورونه وايي چې په دغو حملو کې له موټربمونو څخه کار اخیستل شوی دی.

طالبانو ویلي چې لومړی یې پر کنډک انتحاري حمله کړې او ورپسې یې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ هم انتحاري حمله کړې ده.

طالبان ادعا کوي چې له انتحاري حملو وروسته د دوی کسان قوماندانۍ او د پولیسو کنډک ته ننوتي دي او جګړې ته دوام ورکوي.

د پولیسو په کنډک کې افغان پولیسو ته روزنه ورکول کېږي.

له بلې خوا د فراه ولایت امنیه قوماندان وايي چې طالبانو د شېبکوه ولسوالي پر دولتي ادارې په برید کې ۳ پولیس شهیدان کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *