یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / طالبان د روسیې له تېلو میاشت دوه نیم میلیون ډالر ترلاسه کوي

طالبان د روسیې له تېلو میاشت دوه نیم میلیون ډالر ترلاسه کوي

د برتانیا (د ټایمز) ورځپاڼې له وسلوالو طالبانو سره د روسیې د اړیکو او مالي مرستو په اړه یو خورا مهم مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه وایي چې دا لیکنه یې د خپلو څېړنو او پلټونو په پایله کې چمتو کړې ده.

(د ټایمز) وایي چې د دې پلټنو په ترڅ کې دوی پخپله د وسلوالو طالبانو له غړو او افغان چارواکو سره خبرې کړې او اړین مالومات یې ترلاسه کړي.

(د ټایمز) ادعا کوي چې د روسیې اسختبارات له غیر مستیقمو لارو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو مالي ملاتړ کوي.

هغه داسې چې د تېلو ډک ټانکرونه له روسیې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راځي.

بیا دا تېل په وړیا توګه هغو خصوصي شرکتونو ته ورکول کېږي چې په اصل کې له طالبانو سره اړیکي لري:

د تېلو همدا کاروبار اوس دې ډلې ته یوه ګټوره مالي سرچینه شوې ده او له دې لارې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي،چې طالبان د تېلو له دې کاروبار هره میاشت کابو دوه نیم ملیونه امریکایي ډالر ترلاسه کوي.

دا رسنۍ وایي چې روسیې له طالبانو سره خپلې مرستې په دې وروستیو کې لا ډېرې کړې او غواړي چې دا ډله په افغانستان کې د داعش پر ضد وجنګېږي او د پرمختګ مخه یې ونیسي.

په دې لیکنه کې ورځپاڼې د افغانستان په غزني ولایت کې د طالبانو له یوه خزانه دار سره خبرې کړې دي.

نوموړی مني چې د روسیې لخوا د یادې ډلې ملاتړ کېږي او زیاتوي چې دا بهیر اتلس میاشتې وړانډې پيل شوی.

خزانه دار وایي، وسلوال طالبان خوښ نه دي چې له روسیې مرسته وغواړي، خو په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د جهاد د ادامې لپاره دا کار مهم او روا دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *