شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وايي د بهرنيو ځواکونو زياتوالی به جګړه لا پسې وغځوي

طالبان وايي د بهرنيو ځواکونو زياتوالی به جګړه لا پسې وغځوي

 نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو دفاع وزيران راټول شوي او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د نورو عسکرو په زياتوالي خبرې کوي.

تېره ورځ د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل چې دوی به تر هغې وخته پورې په افغانستان کې پاتې وي، څو د طالبانو سره په جګړه کې افغان ځواکونه پياوړي شي.

د هغه په وينا، تر درېیو زرو پورې نوي پوځیان به د افغان ځواکونو د روزنې او مرستې لپاره افغانستان ته واستوي.

د نوموړي دغې خبرو ته طالبانو غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد د ناټو مشرانو ته په خطاب کې ويلي، چې (دناټو مشران باید نور دسرتمبه گۍ او جنگ غوښتونکي سیاست پرځای حقائق درک کړي).

 

ټاکل شوې ده، چې نن پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو مشران په افغانستان کې د عسکرو په زياتولو خبرې وکړي.

اوس مهال په افغانستان کې د ناټو ديارلس زره پوځيان ميشت دي، خو ناټو غواړي دغه شميره شپاړلس زرو ته لوړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *