پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان وايي د کابل خونړی بريد دوی نه دی ترسره کړی

طالبان وايي د کابل خونړی بريد دوی نه دی ترسره کړی

په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې وایي په پلازمېنه کابل ښار کې نننی خونړی برید د دغې ډلې وسله والو پورې اړه نه لري. په دې بريد کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي « د کابل ښار پل سوخته سیمه کې د نن ورځې برید په دوی پورې اړه نه لري، ویل کیږي چې په دې برید کې د یوې رسنۍ مرکز او یوه تعلیمي اداره تر هدف لاندې نیول شوي.»
د کورنیو چارو وزارت وایي په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او کابو ۴۰ نور ټپيان دي.
خو یو بل امنیتي سرچینه وایي احتمالاً په دغه برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او کابو ۱۰۰ نور ټپيان شوي دي.
تر دا دمه په افغانستان کې هېڅ کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *