په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ادعا کړې چې د برتانوي سفیر وروستۍ څرګندونې حقیقت لري او دا کرښه افغان او پاکستاني لوري په پټه لاسلیک کړې ده.
قدیر ویلي چې د ډیورنډ کرښه مخکیني لوی درستیز، قدم شاه شهیم د ولسمشر په لارښوونه په بریتانیا کې امضاء کړې ده.
ظاهر قدیر د ولسي جرګې ننۍ ناستې ته وویل، ‹‹د ولسمشر غني په حکم د افغانستان پخواني لوی درستیز قدم شاه شهیم په انګلستان کې د بارډر منجمنټ په نوم قرارداد لاسلیک کړی دی››.
قدیر د افغان حکومت له مخالفت پرته د پاکستان له خوا د اغزن تار لګول د دې تړون محصول بولي ‹‹ اوس چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار لګوي دا د هغه قرارداد په اساس کوي چې د ولسمشر غني په حکم لاسلیک شوی دی.››
څو اونۍ وړاندې په افغانستان کې د برتانیا سفیر ویلي و چې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار تېرول د پاکستان حق دی او دوی د ډیورنډ کرښه د نړیوال سرحد په توګه پېژني.
هغه مهال د برتانیا د سفیر په ځواب کې افغان حکومت ویلي و چې د افغان په کورنیو چارو کې دې مداخله نه کوي او له بهرنیو دیپلوماتانو یې غوښتي و چې د افغانستان تاریخي او سیمه ییزو ارزښتونو ته په پام سره خبرې وکړي.
تر اوسه ارګ، د ظاهر قدیر د څرګندونو په باب غبرګون نه دی ښوودلی.
د ولسي جرګې رییس د دې موضوع په اړه وويل چې د ډیورنډ موضوع یوازې په ولسونو پورې تړاو لري او له حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې د کرښې په تړاو سپیناوی ورکړي.