یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / عام خلک: له چابهار بندره غنم راځي او د کراچۍ له بندره مرګونه

عام خلک: له چابهار بندره غنم راځي او د کراچۍ له بندره مرګونه

افغانستان ته د هند د مرسته شوو غنمو لومړئ جوپه چې نیمروز ولايت ته رسېدلې، د عاموخلکو نه غير د سياسي اشخاصو او ځوانانو ترمنځ یې په اړه مشهوره شوې، چې د چابهار نوی بندر مو په خيټو مړوي، غنم ترې راځي، خو د کراچۍ بندر وژلو، ځکه ټول عمر ترې زمونږ خاورې ته بمونه او مرګونه راغلي دي.

افغان سوداګرو او خلکو ويلي چې دوی ته د کراچۍ له بندره د چابهار بندر نوې لاره ډېره ګڼوره او اقتصادي ده. د نیمروز چارواکي وايي، د ایران له چابهار بندر سره وصلېدل به، هغه ولایت د سوداګریزو موادو د لېږد رالېږد په عمده مرکز بدل کړي.

د نیمروز والي محمد سميع تیره شپه دیوې خبري سرچینې سره دخبرو پر مهال ویلي چې ، دا پرمختګ له ۳ اړخونو د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم ديدا په داسي حال کې چې تیره ورځ شنبه افغانستان ته دهند دمرستې لومړنۍ جوپه چې ۲۷۶ټنه غنم و دچابهار بندر له لارې دنیمروز ولایت ته رسیدلي دي.

په همدې اړه د نیمروز والي محمد سميع دخبري سرچینې سره دمرکې په ترځ کې ویلي چې دنیمروز خلکو يې ځکه د دې پرمختګ هرکلی وکړ چې اولاً افغانستان د کراچۍ او عباس بندر په پرتله، په لنډ واټن کې له اوبو سره وصل شو، دوهم د کراچۍ د بندر انحصار پای ته ورسېد او درېیم دلته به زرګونه کسانو ته کارونه پېدا شي.

هغه وايي دا واقعاً د ټول افغانستان د اقتصاد په تاریخ کې یو نوی پیل اوباب  دی، نیمروز به په یوه وچ بندر بدل شي، دلته به ټول مالونه ذخیره کېږي، موږ به په کم واټن کې له چابهاره مالونه را واردوو او د نورو هېوادونو مالونه به چابهار ته لېږدوو، ترڅو له نړۍ سره دصادراتو او وارداتو لړۍ جاري پاتي شي.

افغان سوداګر وايي چې دوی ته دې هراړخیزه سهولتونه جوړشي ،کوم سوداګر چې د نورو ګټو ساتلو په غرض له نورو لارو کاراخلي لومړی دې هغوی هم وپوهول شي ،چې دهیواد دلاپرمختګ لپاره کار وکړي.

کارپوهان وايي چې دا بندر به له یوې خوا دپاکستان داحتیاجاتو دمخنوي لپاره ښه بديل وي اوبل خوا به د افغان تاجرانو ټول ټرانزیټي سهولتونه دافغان دولت په واک کې وي.

یاده دې وي چې چابهار بندر د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې، د عمان پر خلیج پروت دی. ایران په ۱۹۹۲ میلادي کال کې، د تجارت او پانګونې د ودې لپاره چابهار ازاده تجارتي او صنعتي سیمه«Free Trade Zone» اعلان کړه. چابهار د نیمروز له مرکز زرنجه یوازې ۷۰۰کیلومتره فاصله لري د افغانستان، هند او ایران دولتونو د تېرکال د جوزا په میاشت کې له چابهار بندره د کار اخېستلو درې اړخیزتړون لاسلیک کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: