د عراق حکومتي رسنيو په وينا عراقي عسکر د کردستان لانجمنې کرکوک سېمې ته رسیدلي دي.
د عراقي رسنيو په قول عسکرو تېره په شپه د کردستان دغه سیمې ته خپل سفر پیل کړی وو او دوی د دغه ښار د تیلو کویان او یو مهم هوایي ډګر یا اډه قبضه کړي. دغه دواړه برخې د کرد عسکرو په ولقه کې وې.
د رپورټونو له مخې عراقي عسکرو په تیلو مالداره کرکوک ښار لويې برخې کنټرول ترلاسه کړی او دوی د ځايي خلکو او پشمرګا ملیشا نه مرستې هم غوښتي.
په دغه سیمه کې دا تازه تاو تریخوالی څو اونۍ وړاندې هغه مهال پیل شو چې د عراق کرد سیمې د بغداد نه د ازادۍ لپاره ریفرنډم کې برخه واخسته.
بغداد، ایران او ترکيې د دغه ریفرنډم مخالفت کړی وو. او د ریفرنډم وروستو دغه دریېو هیوادونو د کردستان مکمل بندیز هم کړی.
بغداد تور لګوي چې په کرکوک کې غیر عراقي کرد جنګیالي مېشت دي او ځنې پکې د ترکيې لخوا غیر قانونه ګرځول شوي کردستان ورکرز پارټۍ کسان هم دي.
د عراق د قامي امنیت کونسل د کردستان د ازادۍ اعلان د عراقي حکومت او عسکرو پرضد د جنګ اعلان بللی.
کردي پشمرګا عسکر د کال ۲۰۱۴م راهسې د کرکوک کنټرول لري، پشمرګا دغه ښار د خود سره اسلامي ریاست یا داعش نه د سختې جګړې وروستو نیولی و.