سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / عطامحمد نور د نظام ضد څرګندونو له امله له دندې ګوښه کېږي

عطامحمد نور د نظام ضد څرګندونو له امله له دندې ګوښه کېږي

د افغانستان د بلخ ولايت والي عطا محمد نور ته ویل شوي چې یا په خپله استعفا اعلان کړي او یا به ارګ د ده ګوښه توب ژر اعلان کړي. د جميعت ګوند هم د عطا محمد نور د برطرفۍ اوازې تایید کړې، ویې ویل چې د اجرايي ریاست یوه پلاوي په دې اړه له نور سره په بلخ کې کتلي دي.

د جمعیت ګوند ویندوی وايي چې بلخ ته یو پلاوی استول شوی چې له عطا محمد نور سره خبرې وکړي.

ارګ وروسته له دې د بلخ له ولایته د نور د برطرفۍ پرېکړه وکړه چې ده تېره اوونۍ په هرات کې له اسماعیل خان سره په یوه غونډه کې د نظام پر ضد د خلکو د بغاوت غوښتنه وکړه.

تراوسه پورې عطا محمد نور د خپلې برطرفۍ په اړه له رسنیو سره خبرو ته حاضر شوی نه دی. خو ټاکل شوې ده چې د ولسمشر غني ویندوی نن په یوه خبري غونډه کې د نور د برطرفۍ د پرېکړې په اړه حرګندونې وکړي.

راپورونه وايي چې د عطا محمد نور له برطرفۍ سره اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم موافقه څرګنده کړې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي د نور د برطرقۍ  موضوع تایید کړه او ویې ویل چې په دې اړه د دې ګوند پلاوي له عطا محمد نور سره کتلي دي.

عطامحمد نور په دوو پرله پسې نظامونو کې د بلخ ولايت د والي په توګه پاتې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: