دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / قبايل / عوامي نیشنل ګوند لخوا نوو کسانو ته د هرکلی مراسم

عوامي نیشنل ګوند لخوا نوو کسانو ته د هرکلی مراسم

د عوامي نیشنل ګوند لخوا د چترال څانګی ګوند ته د نوو راتلونکو کسانو دهرکلی لپاره په یوه هوټل کی ځانګړی مراسم نیول شوي وو. د دغه مراسمو مشري متقاعد پروفیسر سید توفیق جان په غاړه اخیستی وه. د عوامی نیشنل ګوند غړو وویل، په چترال کې د ګوند یو نماينده هم نشته او بیا هم مونږ په چترال کې په سوونو زره روپۍ په بيا رغونه مصرف کړی. د ګوند غړو وویل، په چترال کې د څښاک پراوبو سوونه زره روپی لګیدلی دی او هم دا رانګ د این پی په دوروه کې حکومت د خان عبدالولی خان بایی پاس سرک، د پوهنتون ودانی، مکتبونه، انستیتوتونه  او ددې ترڅنګ نور د ترقی کارونه تر سره شوی دی او که چیرته ای این پی ته راتلونکو ټاکنو کی خدمت کولو موقع په لاس راغله نو هغوی به د ټولو له مخه لومړی د ترقی کارونه پرمخ وړي. پروفیسر توفیق وویل چی دلته خلک د غلطو تبلیغاتونه کار اخلی او وایی چې لواري سرنګ) ذولفقار علی بهتټو جوړ کړی و، مګر دا غلط دی دا (اتالیق جعفرعلی شاه ) چی د مغربی پاکستان څخه د چترال غړی و په سنا مجلس کی به یی هر وخت غوښتنه کوله.

او انصاف خو دا دی چی ددی تونل نوم لواری پرځای اتالیق جعفرعلی شاه ټنل کيښودل شی. په دغه مراسمو کی په عموامی نیشنل ګوند کي د ډیرو نوو کسانو دغړیتوب اعلان وشو. په ګوند کی شامل شوو کسانو ته ځایی مشر الحاج عید الحسين، فضل الرخمان، مهتر جو او ضیا په نوم کسانو د چترال مشر عیدالحسین تر مشری لاندی یوه کاروان هم تیار کړی و، چي د ډی ایس فی له دفتره تر سیکرتریت سرک پورې یی دوام وکړ او کاروان ختم شو. په ګوند کی نووو شامل شووکسانو ترڅنګ پخوانی کسانو وویل چی صوبایی مشر پخوانی وزیر امیر حیدر خان هوتی د چترال څخه اووه ځلې لیدنه کړی ده. او دلته په چترال کی یی د بیا رغونی په برخه کی عربونه روپۍ لګولی دی. په ګوند کی نوو شامل شوو کسانو وویل، چی کله مونږ واړه وو نو په چترال کی د ترقی هېڅ کارونه نه وو شوی او  چی ګورو نو دلته ټول کارونه د عوامی نیشنل فارټي یا ګوند کسانو کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: