د تیرو څو کلونو پر خلاف سږکال په افغانستان کې واوره د مني په موسم کې شوې او په ځینو ولایاتو کې یې ډیر اورښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني په څو ولسوالیو کې د واورې اورښتونو، پر خلکو لارې بندې کړې او د خوراکي او سون توکو له کمښت سره یې مخ کړي دي.
د تېرې شپې واورې اورښت لهامله د دغه ولایت څو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوي دي.
د غزني په ناور، اجرستان، مالستان، جاغوري او جغتو ولسوالیو کې له ۳۰ تر۵۰ سانتي مترو واوره اورېدلې ده.
د غزني د ولایتي شورا ریس خالق داد اکبري رسنیو ته ویلي چې د واورو ډیر اورښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، .
د سیمې خلک وایي، چې په مالستان او جاغوري کې لا هم واورې اوریږي او ځایي خلکو د مجبوریت له کبله په خپلو نشت امکاناتو د ځینو لارو په پاکولو پیل کړی، تر څو اړین توکي ترلاسه کړي.
بلخوا د غزني د فوایدعامې رئیس اصف ذهین وایي چې د لارو په پاکولو یې پیل کړی دی خو په وینا یې چې؛ یوازې د ناور ولسوالۍ د لارې پاکولو کار د ډېرې واورې او توپان له امله ټکنی شوی دی.
د غزني د فواید عامې د رئیس د معلوماتو تر مخه؛ په مالستان او ارجستان ولسوالیو کې له ۴۰تر ۴۵ سانتي واوره اورېدلې ده. په ناور کې ۲۵سانتي او په جغتو کې ۳۰سانتي اورېدلې ده.