یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غزنی: په تېره یوه میاشت کې ۴۲۷طالبان وژل شوي

غزنی: په تېره یوه میاشت کې ۴۲۷طالبان وژل شوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې افغان پوځیانو د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف ۱۷۰ لوی او کوچني عملیات ترسره کړي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو د ۲۰ قوماندانانو په ګډون ۴۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه په وژل شویو وسله والو کې ۴۰ تنه پاکستاني طالبان وو چې دغه ولایت ته د جګړې لپاره راغلي و.

نوري همدارنګه وویل چې د دغه عملیاتو پرمهال ګڼ شمېر سیمې هم له مخالفینو څخه تصفیه شوي چې دا مهال پکې امنیتي پوستې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: (د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې افغان ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه لسګونه عملیات ترسره کړي دي چې ښه پایله يې ورکړې ده، په دغه عملیاتو کې موږ زیات شمېر لارې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي او همدارنګه وسله وال طالبان مو هم ځپلي دي).

دهغه په وينا چې په دغه عملیاتو کې ۷۳ افغان سرتېري هم وژل شوي دي.

نوري وايي، پلان لري چې په راتلونکو دوو اونیو کې په هغه سیمو کې چې د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوي، یو شمېر پروژې پلې کړي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي، خو له دي وړاندې يې ویلي چې دغلته يې د افغان پوځ عملیات په شاتمبولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: