پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / غني او مودي د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ

غني او مودي د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي نن /سې شنبه/ د یو شمېر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې او په عین حال کې یې د تروریزم د محوه کولو لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دواړه مشران په افغانستان کې د سولې او ثبات ګډ هدف ته د رسېدو پر لارو چارو وغږېدل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار د دواړو مشرانو د خبرو په اړه د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې لیکلي«صدراعظم مودي له ستراتیژیک شریک سره د (ګاونډ‌ی لومړی) پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره له ولسمشر غني سره په حیدراباد ماڼۍ کې ولیدل.»

راویش کومار همداراز ویلي چې د افغانستان او هند مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو د خبرو ترڅنګ له تروریزم سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر د هند له ولسمشر رام نات کویند او د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغانستان پر مسائلو کې د هند په ډېر رول تندی تريو کړی او وایي په افغانستان کې د هند پراخه رول ورته د منلو نه دی، خو د پاکستان د دې دریځ سره سره د هند او افغانستان د چارواکو ترمنځ د ترهګرۍ په څنګ کې د يو شمېر نورو مسئلو په اړه خبرې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *