چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غني منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ “بندولو” ګواښ کړی

غني منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ “بندولو” ګواښ کړی

افغان ولسمشر اسلام اباد ته خبرداری ور کړ چې که د واګې بندر له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګرۍ مخه نیسي کابل به منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګرۍ “مخنیوی” وکړي.

محمد اشرف غني په نوي ډېلي کې د هند له لومړي وزیر او ولسمشر سره تر لیدنې وروسته یوې غونډې ته په وینا کې دا خبرې وکړې.

پاکستان د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته خپل سوداګریز مالونه لېږدوي. ولسمشر غني په دې وروستیو د یوه حکم په صادرولو سره افغانستان ته د پاکستان د باري موټرو پر تګ هم بندیز ولګاوه

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ تر دې وروسته د پاکستان باري موټر یوازې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان تر ګمرکونو د تګ راتګ اجازه لري.

مخکې پاکستانیو موټرو نه یوازې د افغانستان په خاوره بلکې له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر پولو سوداګریز توکي لېږدولی شول.

اشرف غني له هندی چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان په پرمختګ او بیارغونه کې د هند ونډه وستایله.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج سره په لیدنه کې هم پر اقتصادي، سوداګري، ټرانسپورټ او ترهګرۍ ضد مبارزې خبرې وکړې.

ولسمشر غني د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ هوايي لار هم بریالۍ وبلله او ویې ویل افغانستان غواړي منځنۍ اسیا له سمندري لارې له هند سره ونښلي.

“دا کار سیمه د اقتصادي همکاریو پر مرکز بدلولی شي”.

د پاکستان پر ځای له هند سره د افغان سوداګرۍ لپاره د ایران چابهار بندر بدیل دی.

دواړه لوري په دې لیدنه کې دغه بندر ته د غنمو د لومړۍ جوپې د رسېدلو هرکلی کوي او وايي افغانستان، هند او ایران په ګډه له دې بندر د لا ډېرې ګټې اخیستنې لپاره هڅې چټکوي.

ولسمشر غني له افغانانو سره د زدکړو په برخه کې د هند د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.

هند هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره بېلابیلو برخو کې همکاري روانه ساتي او د پوهنې او دولتي کارکوونکو د وړتیا زیاتولو برخه کې خپل پروګرام پنځه کاله نور هم اوږدوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په رسمي ټوېټر پاڼه کې لیکي، د هند او افغانستان مشرانو په دې لیدنه کې پر خپلمنځي، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو او همدارنګه د ترهګرۍ د ګواښ پر له منځه وړلو خبرې وکړې.

د افغان او هندي چارواکو په خپلمنځي لیدنو کې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژي خبرې شوې او هغه یې د سیمې د وضعیت د ښه والي لپاره ګټوره بللې ده.

په دغه ستراتیژي کې هند ته ډېر رول ور کړل شوی او ترې غوښتل شوي چې افغانستان کې خپله ونډه ډېره کړي. خو پاکستان د امریکا دغې پرېکړې خواشینی کړی

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: