یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / افغانستان / غني وايي له پاکستان او طالبانو سره د سولې تګلاره لري

غني وايي له پاکستان او طالبانو سره د سولې تګلاره لري

افغان ولسمشر وايي پاکستان باید پریکړه وکړي چې آیا سیمه ییزې مثبتې همکارۍ سره يوځای کیږي که نه.

په افغانستان کې د جګړې دختمولو لپاره ولسمشر محمد اشرف غني د سولې دوه اړخیزه تګلاره لري چې یوه برخه یې په پاکستان او بله یې په طالبانو پورې تړلې ده.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ ( اکتوبر ۳۰) د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې غړو ته وویل چې د کابل د سولې ور پرانیستی دی، خو پاکستان باید پریکړه وکړي چې “له مثبتې سیمه ییزې همکارۍ سره یوځای کېږي اوکه نه”.

غني دغه راز وویل “له طالبانو سره د افغانستان د حکومت سوله ده چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې کېږي او بین الافغاني مذاکراتو دمخه هم پایلې لرلې. طالبان باید خپل تروریستي فعالیتونه ختم کړي، ځکه د هغوی فعالیتونه ټولو تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي”.

د ارګ په یوې اعلاميې کې د ولسمشر غني له قوله دا هم ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو د نوې پوځي تګلارې سره سم “په سیمه کې بدلونونه راغلي او د سیمې ټول هېوادونه باید له رامنځته شويو فرصتونو څخه د سیمې د سوکالۍ او د امنیت ټینګښت لپاره موثره استفاده وکړي”.

د غني څرګندونې پداسې حال کې کیږي چې د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت اجرايي مشر، ډاکټر عبدالله، بیا د ملګرو ملتونو له همدغه پلاوي وغوښتل چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله په ګډون وسله وال طالبان د نړیوالو ترهګرو په توګه وپېژني.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې د شاوخوا دوو کالو راهیسې په ټپه دریدلي او پدې وروستیو کې دواړو غاړو وسله والو نښتو ته زور ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: