افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وریښمو لارې دولسمې دوه ورځنۍ غونډې پرانستونکې وینا کې د جمعې په ورځ( د اکتوبر۲۰) د حکومت د مخالفو وسلوالو وروستي بریدونه د دغو ډلو سیاسي ماته وبلله.
د ښاغلي غني اشاره د کندهار، پکتیا او غزني وروستیي بریدونه وو، چې له سلو ډېر کسان پکې ووژل او شاوخوا دوه نیم سوه نور ټپیان شول.
د ولسمشر غني په خبره، دا بریدونه ښيي چې پر افغان ځواکونو فشار دی او په هر سنګر کې سر ور کوي:
“خو دا فشار ځکه دی چې هغه شبکې چې زموږ تباهي غواړې خپله بربادي ویني پوهېږي چې د جنګ په میدان کې موږ ته ما ته نشي را کولی”.
ولسمشر غني په دې باور دی چې له دې وروسته به د افغان حکومت وسلوال مخالفان او د هغوی ملاتړي له سخت فشار سره مخامخ شي:
“واقعا دا دوی انفردي انتخار نه دی بلکې د دوی سیاسي ځانوژنه ده”.
که څه هم ولسمشر د طالبانو د ملاتړو په یادولو سره د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو تر ډېره افغان چارواکي پاکستان د مخالفو وسلوالو په ملاتړ تورنوي.
په وروستیو کې افغان چارواکي ایران ته هم ګوته نیسي چې د مخالفو وسلوالو ملاتړ یې کوي.
په کندهار او پکتیا کې وسلوالو په جګړو کې له حکومتي ځواکونو په نیول شویو زغرګاډو دا بریدونه وکړل.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو برید کې ۴۳ سرتېري ووژل شول.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په پوځکوټ کې ۶۰ سرتېري و، یواځې دوه روغ وتلي دي.
له هغه وړاندې د سې شنبې په ورځ وسلوالو په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ سره نږدې د پولیسو پر روزنځي له برید سره ۴۱ او د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ۲۵ امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي ووژل.
دې پېښو یو ځل بیا افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو کې له پوښتنې سره مخ کړل.
وروستیو امنیتي پیښو د غونډې پر بحثونو سیوری غوړولی.
ولسمشر د سیمې د لسو هیوادونو له راغلو ښاروالانو او استازو هم مننه وکړه چې په داسې سختو امنیتي شرایطو کې افغانستان ته راغلي دي.
د ورېښمو لار د ۶۷ هیوادونو له ۲۰۰ ښارونو څخه تېرېږي او دغه لرغونې لار د نړۍ درې وچې اسيا، افريقا او اروپا سره نښلوي.