د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اعلان وروسته د عرب هېوادونو سازمان عرب ليګ په نړۍ غږ کړی چې فلسطين دې د يو خپلواکه رياست او بېت المقدس دې يې پلازمينه ومني.
عرب ليګ په قاهره کې په بېړنۍ غونډه کې دغه غوښتنه کړې ده، ټرمپ د بېت المقدس د اسرايل د پلازمينې منلو اعلان کړی او ويلي يې دي د تل ابيب نه به خپله سفارتخانه هلته انتقال کړي.
د عرب ليګ د بهرنو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډې چې د شنبې په ورځ شوې احمدابولغېت ويلي د امريکا دغه پرېکړه قبضې ته قانوني بڼه ورکول دي.
نوموړي په منځني ختيځ کې د ملګرو ملتونو د سولې د مذاکراتو په حېثيت هم پوښتنې راپورته کړي دي.
ځينې عرب سفارتکارو وړانديز کړی چې د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د امريکايي پرېکړې پرضد قرارداد وړاندې کړي.
د فلسطين د بهرنو چارو وزير رياض المالکي ويلي هغه هيله لري چې عرب ليګ به په سمدستي ډول د امريکا د پرېکړې په ضد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا کې قرارداد وړاندې کړي.
د شنبې په ورځ قاهره کې دغه غونډه له هغې وروستو شوې چې درې ورځې د غزه پټۍ او د مصر پلازمينه کې په الازهر جومات کې مظاهرچيان په سړکونو راوتي دي.
په قاهره کې د غټ عیسايي چرچ او الازهر پوهنتون مشرانو ويلي دوی به د دسمبر په ۲۰ د قاهرې په سفر کې د امريکا د مرستیال مايک پنس سره نه ويني.
د فلسطين ولسمشر محمود عباس هم اعلان کړی هغه د پنس سره نه ویني ځکه چې امريکا د بېت المقدس په اړوند د سرې کرښې نه اوړېدلې ده.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې هم د امریکا پخواني ملګري همکار هېوادونه د بېت المقدس په اړوند د واشنګټن د پرېکړې نه په شا شوي دي.
د امنيتي شورا غړو د ټرمپ په پرېکړه نيوکې کړي چې دا به په سيمه کې د سولې عمل اغېزمن کړي او د کړکېچ ښکار سيمه به نوره د تندروۍ سره مخ شي.