جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / فلسطين له پاکستان نه خپل سفير ورغوښتی
In this photo taken Monday, Jan. 30, 2017 Hafiz Saeed, leader of Pakistani religious group Jamaat-ud-Dawa addresses his supporters outside the party's headquarters in Lahore, Pakistan. Police say workers of a Pakistani charity are holding countrywide protest rallies after authorities detained its militant leader Hafiz Saeed who has a $10 million US bounty. (AP Photo/K.M. Chaudary)

فلسطين له پاکستان نه خپل سفير ورغوښتی

د فلسطین د خارجه وزارت یو بیان له مخې په پاکستان کې د دغه هیواد سفیر د جماعت الدعوه تندروه ګوند مشر حافظ سعید سره په یوه مظاهره کې په ګډون کولو خپل هیواد ته رابلل شوی دی.
په اسلام اباد کې د فلسطین سفیر ولید ابو علي د جمعې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان پوځي مرکز سره نژدي په یوه مظاهره کې برخه اخستې وه او په دغه مظاهره کې د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا ترهګر ګرځول شوی حافظ سعید هم موجود و. دغه غونډې ته د بیت المقدس د ساتنې نامه ورکړل شوو و.
د جماعت الدعوه تندروه ګوند مشر حافظ سعید باندې امریکا او هند تور لګوي چې په کال ۲۰۰۸م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر برید پلان جوړونکی و. حافظ سعید تیره میاشت د نهه میاشتو نظر بندۍ نه وروسته د یو عدالت په حکم ازاد کړا شوی. د ممبۍ په دغه ترهګر برید کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ليکلي د فلسطین د خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو بيان کې ویل شوي ٫٫ د فلسطیني سفیر په یوه داسې غونډه کې ګډون کړی چې پکې داسې یو تن هم وو چې د نړیوالۍ ترهګرۍ تور ورپورې دی، یوه غلطي ده خو د دې څه جواز نه شي پیدا کیدی.
د بیان تر مخه د پاکستان نه د فلسطین د سفیر رابللو فیصله د فلسطین د صدر لخوا د یو امر وروستو شوې ده. د هندوستان وتلې ورځپاڼې هندوستان ټايمز له مخې د فلسطین لخوا دغه ګام د هندوستان د سخت احتجاج وروسته اخستل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: