فیفا یا د فوټبال نړیوالې ادارې د پاکستان د فوټبال فدراسیون غړیتوب د سملاسي ځنډولو اعلان وکړ.
فیفا د چهارشنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره وايي، د دې فدراسیون د اکتوبر ۱۰ نېټې غونډه کې دا پرېکړه شوې.
لامل یې هم د پاکستان فوټبال فدراسیون کې د نورو ادارو لاسوهنه بلل شوې ده.
فیفا دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې د پاکستان فوټبال فدراسیون اداري کنټرول د محکمې له خوا ټاکلی منتظم په غاړه لري.
دا د یوې ازادې ادارې په توګه د پاکستان د فوټبال فدراسیون د چارو خنډ کېږي.
فیفا په خپل بیان کې وايي، د پاکستان غړیتوب به هغه مهال پر ځای شي چې کله د فوټبال فدراسیون د دفترونو او بانکي حساب واک دې فدراسیون ته وسپارل شي.
له دې پرېکړې وروسته د فیفا د قانون د ۱۳ مادې له مخې د پاکستان له فوټبال فدراسیون ټول حقونه اخیستل کېږي.
د پاکستان فوټبال فدراسیون او د هغه اړوند ټول کلبونه په نړیوالو سیالیو کې ګډون نشي کولی.
له دې وروسته دا فدراسیون او اړوند ډلې یې د فیفا او اسیا فوټبال فدراسیون په کوم پرمختیايي پروګرام، کورس یا روزنه کې برخه نشي اخیستلی.