شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / والي دې د ځانګړو خلکو د خوشالولو لپاره د قبايلو په سر سودا نه کوي

والي دې د ځانګړو خلکو د خوشالولو لپاره د قبايلو په سر سودا نه کوي

د قبايلو يوې ادارې ( ګرینډ الائنس) د والي اقبال ظفر جګړا هغه ادعا بې بنیاده ګرځولې، چې ګنې مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزی په خيبر پښتونخوا کې د قبايلو ورګډولو باندې پخلا شوي دي.

يادې ادارې په خپل یو بیان کې ويلي، چې والي دې د یوې ځانګړې برخه خلکو خوشحالولو لپاره د ټولو قبائلو په سر سودا کولو نه ډډه وکړي.

دوی ويلي، چې صدر ممنون حسین دې د قبايلو ټولو مشرانو جرګه راوغواړي او هغې کې دې والي او د امنيتي کسانو مشر هم راوبلي او دا پوښتنه دې وکړې چې په کوم بنیاد د قبايلي اولس نه بغير د رايې اخستو، د هغوی د راتلوونکي فېصله کیږي؟

بلخوا پښتونخوا ملې عوامي ګوند هم هغه رپورټونه رد کړي چې ګنې محمود خان اچکزی د قبايلو يو ځای کولو پر خبره پخلا شوی دی.

څرګنده دې وې چې دوه ورځې وړاندې والي اقبال ظفر جګړا رسنيو سره خبرو کې ادعا کړي وه چې مولانا فضل الرحمان او محمود خان اچکزی يې په صوبه کې د قبايلو په ورګډولو پخلا کړي دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: