سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايلي مشران وايي سياسي افراد د دوی په مسئلو کې خپلې ګټې پالي

قبايلي مشران وايي سياسي افراد د دوی په مسئلو کې خپلې ګټې پالي

 خيبر ايجنسئ کې قبايلي مشرانو ويلي دي چې د قبايلي سيمې په نورو کې ور ګډول دوی ته هېڅکله د منلو وړ نه ده، دوی په دې خبره تينګار کړی، چې قبايل دې د ځانله صوبې په نوم وپېژندل شي.
دوی دا هم ويلي چې سياسي ګوندونه دې د دوی دمسئلو نه سياسي شعارونه نه جوړوي او د قپايلو د سرنوشت په ټاکلو کې دې يوازې قبايلي ولسونو ته د انتخاب حق ورکړل شي.
په جمرود کې قبایلي مشرانو، ملک صلاح الدين، ملک اسماعيل خان، ملک وزير خان او نورو ويلي دي چي دوی د مولانا فضل الرحمن او محمود خان اچکزي ډيره مننه کوي چې بلې صوبې سره د قبايلو د يو ځای کولو مخالفت کوي. دې مشرانو دا هم ويلي دي چي د قبايلو جرګې ته دې دا حق ورکړل شي چې د قبايلو د راتلوونکي فيصله وکړي.
دوی د عوامي نيشنل ګوند، جماعت اسلامي او د تحريک انصاف قيادت او په خبريال سليم صافي باندې هم سختې نيوکې وکړې چي تر اوسه پورې دوی چرته وو چي قبائلو د کډوالۍ ژوند کولو، خو اوس چې قبايلو دغه ټولې ستونزې وزغملي، نو دوی د خپلو ګټو لپاره د قبايلو نوم کاروي.
دا په داسې حال کې ده چې د قبايلي سيمو اوسېدونکي نورې ډېرې ستونزې لري، خو په یوه ستونزه هم خبرې نه کېږي، ولې د قبايلو د نقشې بدلولو او په نورو سيمو کې د دوی د ورګډولو خبرې تودې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *