شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايلي کرکټ لوبډله دپاکستان په شل اوره سيالیو کې لوبېږي

قبايلي کرکټ لوبډله دپاکستان په شل اوره سيالیو کې لوبېږي

د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د نن (خالي) په ورځ د شلو اورونو یا ټي ۲۰ سیالۍ پیلیږي. پدغو سیالیو کې به د قبايلو د کرکټ د لوبډلې په ګډون د پاکستان له اتو بیلابیلو سیمو څخه اته لوبډلې ګډون کوي.

په دې لوبو کې نورې لوبډلې، لاهور وایټس، فیصل اباد، لاهور بلوز، کراچي وایټس، پېښور، راولپینډۍ او اسلام اباد دي.

ددغو سیالیو په ترڅ کې به هره ورځ دوه میچونه کیږي چې ۱۶ ورځې به دوام ولري.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي دغو سیالیو کې د هرې شپږيزې وهونکي لپاره یې زر روپۍ انعام هم ټاکلی دی.

د قبايلو  په لوبډله کې لوبیدونکی د پاکستان وتلی بالر بلاول بټي وايي دا ټورنمنټ به د پاکستان د کرکټ لپاره ډیر ښه وي او هیله یې څرګنده کړې چې د قبايلو لوبډله به پکې ښه وځلیږي.

د لاهور وایټس بیټسمن اصف ذاکر وايي، داسې سیالۍ د نویو لوبغاړو لپاره ډیرې ګټورې وي ځکه چې هغوي پکې د ښې لوبې کولو تجربه ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *