دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / قبايل وايي، که حکومت ورسره ښه کوي خپل ځانګړی حيثيت دې ورکړي

قبايل وايي، که حکومت ورسره ښه کوي خپل ځانګړی حيثيت دې ورکړي

د قبایلو مشران وايي دوی تر اوسه د ترهګرۍ له امله کډوال دي او هغه کورنۍ چې خپلو سيمو ته ستنې شوي، نو دا وخت د خپلو ورانو کورونو په جوړولو بوخت دي، خو بل خوا په داسې يو بد حالت کې د قبايلو د راتلوونکي په اړه فيصلې روانې دي. دا هغه پرېکړې دي چې د قبايلو نه بهر په ښارونو کې ميشت سياسي او مدني فعالين یې کوي.
قبايل وايي دغسې خلک چې د دوی په منځ کې نه دي او د دوی پر سر پرېکړې کوي، اصلاً د دوی له ستونزو خبر نه دي او که دا خلک په خیبر پښتونخوا کې د قبايلو د ورګډولو نه لاس په سر نه شي، دا وېره شته چې په قبايلو کې به حالت نور خراب شي.
په دې اړه د پي ټي ایی اېف ار بنو مشر او د اتمانزيو قبیلې مشر ملک مویز خان وویل چي کومو خلقو چې د قبايلو د ضم کولو خبره راپورته کړې ده هغه د قبایلو د حالاتو او رسم وراج نه ناخبر او په محفوظو ښارونو کې ناست خلک دي.
په همدې اړه د احمدزيو وزیر قبیلې دمشر عاملګیرخان وزیر وايي که حکومت د قبایلي اولس سره چرته ښېګړه کول غواړي، نو په خیبر پښتونخوا کې د ضم کولو په ځای دې ورته خپله ځانله صوبه ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: