جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه /  قبايل وايي د دوی له سيمو دې د انګريز د دور تور قانون لرې کړل شي

 قبايل وايي د دوی له سيمو دې د انګريز د دور تور قانون لرې کړل شي

ډيره اسماعيل خان کې د قبايلي سياسي اتحاد د سيوري لاندې د قبايلو د انضمام په تايد کې اولسي غونډه شوې چې ګڼ شمېر قبايلي خلکو پکې برخه اخيستې ده.

غونډه کې د ګډون لپاره د خيبر ايجنسۍ نه د قامي شورا غړي الحاج شاه جي ګل آفريدي په مشرۍ کې يوه لويا قافله د حق نواز پارک په لور روانه شوې ده چې پکې د عوامي نيشنل ګوند او دغه ډول د نورو قومي ګوندونو غړي برخه لري.

دغه ولسي غونډه د ځايي حکومت نه غوښتنه کوي چې د انګريز د دور تور قانون دې د دوی له خاورې لرې کړل شي او قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

دوی دا هم ويلي چې مرکزي حکومت د قبايلو د اصلاحاتو په عملي کولو کې د ځنډ نه کار اخلي او دا ډېره د افسوس خبره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: