سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / قبایلي سیمه کې د حقاني ډلې څلور وسله وال و‏ژل شوي

قبایلي سیمه کې د حقاني ډلې څلور وسله وال و‏ژل شوي

په کرمه قبایلي سېمه کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د حقاني ډلې څلور مشکوک وسله وال په داسې حال کې وژل شوي، چې پاکستان هلته د وسله والو د شتون خبره پخوا څو ځلې رد کړې ده.

سرچينو رسنيو ته ويلي د دوشنبې په ورځ شوي حمله کې د غوز گړي په نوم سېمه کې هغه کور په اووه مزایلو ویشتل شوی، چې ويل کېږي د حقاني ډلې د مشکوک وسله والو مرکز و.

د سرچینو په وینا په دغه کور کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي، چې یو پکې د ابوبکر په نوم یادیده. ویل کیږي ابوبکر د حقاني ډلې په مهمو قوماندانانو کې شامل و.

په دغه قبايلي سيمه کرمه کې اوسنی هوايي بريد په داسې حال کې کېږي چې تیره اوونۍ پکې د وسله والو له منګلو  دکاناډا استوګن جاشوه بویل او د هغه امریکايي میرمن کیټلین کولمین له درېيو ماشومانو سره يو ځای د امريکې د جاسوسې ادارې په همکارۍ ازاد شول.

دغه کورنۍ وسله والو په افغانستان کې په کال ٢٠١٢ کې تښتولي وه او بيا وسله والو په پاکستان کې خپلو دايمي پټنځايونه ته د خوندي پاتې کېدو په هدف اړولې وه.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي تښتول شوي کسان د حقاني ډلې په قبضه کې وو، خو وروسته په خبرونو کې داسې ټکي هم راغلل، چې ويل يې پاکستان ياده بهرنۍ کورنۍ د همداسې ورځې لپاره ساتلې وه، چې وکړای شي د نړۍ د ځینو هیوادونو او په ځانګړي ډول د امريکې له ګوتنېونو يې خلاص کړي.

د پاکستان نه بهر رسنيو ويلي چې پاکستاني پوځي او استخباراتي ادارې هلته د شته وسله والو له پټنځايونو او مرکزونو خبرې دي، خو دا چې ولې يې پر ضد اقدام نه کوي، نو د روڼ اندو په فکر دا هغه سوال دی، چې ډېر کله په ځينو پېښو کې خپله خواب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *