پنجشنبه , مې 6 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قطر نن د افغانستان، پاکستان، چین، او امریکا د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی

قطر نن د افغانستان، پاکستان، چین، او امریکا د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی

 ټاکل شوې ده چې نن /دوشنبه/ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه له یوې اوږدې وقفې وروسته د خلیج د سیمې په عربي هیواد عمان کې جوړه شي.

تر دې وړاندې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په هدف د څلور هیوادونو د استازو په ګډون ۵ غونډې جوړې شوې وې. تېرې ټولې غونډې داسې مهال وشوې چې ملا اختر محمد منصور ژوندی و او د طالبانو مشري یې په غاړه لرله.

د افغانستان حکومت وايي، د عمان د پلازمېنې مسقط په نننۍ غونډه کې به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د تېرو څلور اړخیزو غونډو پر پرېکړو خبرې وشي.

لومړنۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ په یوولسمه په اسلام اباد کې جوړه شوه.

په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې، چې په کابل کې وشوه، پاکستان ژمنه کړې وه چې وسله وال طالبان به یا خبرو ته حاضر کړي او یا به ړلږترلږه د دې ډلې مشران او د هغو د کورنیو غړي د پاکستان له خاورې وباسي. خو په پنځمه غونډه کې پاکستان طالبان خبرو ته حاضر نه کړل، ویې ویل چې طالبان نه غواړي چې د سولې خبرې وکړي او پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره له طالبانو سره جنګ نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *