یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / لاريون کوونکي: زموږ ډاګونه نورو وويشل

لاريون کوونکي: زموږ ډاګونه نورو وويشل

 

د خاص کونړ ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو نن د خپلې ولسوالۍ د چارواکو پر ضد له دې امله مظاهره وکړه چې وايي نه دوی ته خپلې دښتې او ډاګونه پرېږدي او نه ترې د نورو ولسوالیو خلک منع کولای شي.

دوی خپل ولسوال، امنيه قوماندان او د امنيت مدير په خپلو کارونو کې په بې کفايتۍ تورن کړل. يو تن ځايي اوسېدونکي جانداد وويل، ولسوال او نور چارواکي د قومي مشرانو سره همغږي نه لري: (( زموږ ډاګونه دي پاک د نورو ولسوالیو خلکو وويشل او لاندې یې، زموږ چارواکو يې مخه ونه نیوله، خو موږ ته يې نه پرېږدي.))

ځايي خلک وايي چارواکي ورسره دوه مخه چلند کوي، حال دا چې دوی د اړونده چارواکو سره تل په امنيتي برخو کې همکاري کړې.

د لاريون په اوږدو کې ګڼ شعارونه پورته کېدل او د لاريون برخه والو غوښتنه کوله چې دوی ته دې د نورو ولسوالیو د اوسېدونکو به څېر اسانتياوې برابرې شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ولسواليو د چارواکو نظر ولرو، خو له هڅو سره سره د اړونده چارواکو به نظر اخيستو بريالي نه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: